ایکنانیوز د کلتور او اسلامی ارتباطاتو د ادارط د عمومی برخې له قوله راپور راکوي، د کلتور او اسلامی ارتباطاتو دادارې مشر حجةالاسلام ایماني پور د پیغمبر اعظم (ص) د کلتوري او تبلیغي بنیاد دموسیس او بنسټګر د رحلت په پیغام کې تسلیّت وئيلی او دهغه له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې ده .
ددغه پيغام متن داسې دی ؛
اذا مات العالم ثلم فی الاسلام ثلمه لا یسدها شی
د دپيامبر اعظم (ص) د کلوري او تبلیغي بنیاد د بنسټګر او نه ستړیکیدونکی مجاهد حجةالاسلام والمسلمین سید محمد هادي هادی د افسوسناک رحلت خبر غمجن کړم او د اهل بیت علیهم السلام ډير مینه وال هم غمجن دي،له خپل پلوه د اهل بیت علیهم السلام دمعارفو مینه والو او د خداي بخښلی کورنۍ ته تسلیت وایم.
دغه عالم باعمل چې خپل پاک ژوند ئې د اسلام د بیرغ، له نیواکګرۍ سره دمبارزې او د دافغانستان د کړیدلي او ځپلی ولس د سرلوړۍ، خپلواکۍ او آبادونې لپاره تیر کړی او د خپل برکتناک عمر تر پاي پ،رې ئې له خپلو لوړو ارمانونو لاس وانخست ،او خپله ټوله هڅه ئې د اسلامی مذهبونو دنزدیکت لپاره وکاروله.
زه دافغانستان دیندار ولس ، د خدای بخښلي درستې کورنۍ او دوستانو او خپلوانو ته د جهاد او کلتور د ډګر ددغه نه ستړیکیدونکي عالم په رحلت تعزیت اوتسلیّت وړاندې کوم او ایزمنان په درګاه کې دهغه بزرګوار د روح دآرامښت لپاره دالهي پراخ رحمت او کورنۍ ته ئې هم د صبر جمیل او اجر جزیل غوښته کوم.
مهدی ایمانیپور
د کلتور او اسلامی ارتباطاتو مشر